باکو 21 نومبر (اے پي پي) آذربائیجان ك??ې د نړيوال فورم کاپ 29 په آخر د مواصلات،نجکارۍ او سرمایه كارۍ بورډ وفاقي وزیر عبدالعلیم خان او د ترکیه د ټرانسپورټ وزير عبدالقادر یورالوغلو ملاقات وشو چې پكښې د دواړو هېوادونو ترمينځه وړاندې څخه موجود د ورورولۍ او تجارتی اړيكو په لا زياتولو غور وشو ۔ وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئيل ترکیه او پاکستان د څو لسيزو راهسې د ملګرتيا اړيكي لري كومي چې وخت سره سره لا قوي كېږي۔ده ووئيل ترکیه څخه پاکستان ك??ې د هر ډول سرمایه كارۍ هركلے كوو۔ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د آذربائیجان د ډیجیټل ډویلپمنټ اینډ ټرانسپورټ وزير راشد نبی اوف سره هم ملاقات شوے چې پكښې په خاص توګه باکو كښې د کاپ 29 کامیاب سېشن ستائنه شوې او د آذربائیجان او پاکستان ترمينځه اړيكو ته لا ودې وركولو ته صلاح يوه شوې۔ وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ووئيل آذربائیجان ك??ې ګڼ شمير پاکستاني د تعلیم، روزګار او سېلګرۍ سره منسلك دي، پاکستان آذربائیجان څخه په بېلو څانګو كښې جی ټو جی هلو ځلو كښې خوښي لري۔ده ووئيل زما د باکو دورې په مهال د بېلو هېوادونو وزيرانو سره ملاقاتونو كښې خبرې شوي دي۔ دا خب??ه د ذكر وړ ده چې وفاقي وزیر عبدالعلیم خان باکو، آذربائیجان ك??ې د کاپ 29 فورم كښې د پاکستاني پلاوي قیادت کولو كښې د ټرانسپورټ سېشن او ډیجیټل مډل کوریډور اینډ بیانډ كښې ??ډون ك??ے او بین الوزارتی راؤنډ ټیبل کنفرنس كښې ئې د پاکستان نمائندګی کړې ده ۔
باکو،د مواصلات وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د تركيه او آذربائیجان وزيرانو سره ملاقات
VIA Online Credibility Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ