اسلام آباد 16 اکتوبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) د حكومتي مشرانو غونډې په نړيواله كچه د پاکستان حېثيت مستحكم كولو سره د منطقې هېوادونو سره د مشترك?? پرمختګ د عزم څرګندونه هم ده ٬ د نړيوالو مشرانو بشپړ ګډون دا خبره واضحه كړه چې پاکستان په نړيوالو فورمونو يو فعاله كردار لوبوي٬ دا غونډه نه يوازې په نړيوالو اړيكو كښې د پاكستان اهميت رامخې ته كوي ??لكې په منطقه كښې شريكې همكارۍ او د مشتركه چېلنجز مخه نيولو لپاره يو مضبوط پلېټ فارم وركوي۔ په غونډه ك??ې په ګډون كوٶنكو مشرانو كښې د چين وزيراعظم لي چيانګ، د بيلاروس وزيراعظم رومن ګولوو چينکو، د قازقستان وزيراعظم اولزهاس بيکوتينوو، د روسيه وزيراعظم ميخائل مشوستن، د تاجکستان وزيراعظم قاهر رسول زاده، د ازبکستان وزيراعظم عبدالله اريپوف، د کرغزستان د وزيرانو د كابينې چيئرمېن اکيل بيک جاپاروف، د ايران د تجارت وزير سيد محمد عطابېك او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنکر شامل وو۔ د غونډې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم د غړو هېوادونو مشرانو د پاكستان د سيمه ايز استحكام د هڅو ستائنه وكړه او د دې خبرې عزم يې وكړو چې مونږ به د مشتركه چېلنجز مخنيوي لپاره په ګده كار كوٶ۔ دوي په دې خبره زور راٶړو چې د پاکستان په مشرۍ ك??ې په منطقه كښې امن و امان برقرار ساتلو لپاره مهم او د ستائنې وړ ګامونه پورته كړې شوي۔ وزيراعظم شهباز شريف خپلې وېنا كښې دا عزم څرګند كړو چې پاکستان به نه يوازې ?? خپل اولس بهترۍ لپاره كار كوي ??لكې د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه به د اولسې مسئلو حل لپاره به ګډه اقدامات كوي٬ په غونده كښې نړيوال چېلنجز ٬ لكه موسمياتي بدلون او د غېر متعدي ر??ځونو هم ذكر وكړے شو ۔ وزيراعظم د پاکستان لخوا د موسمياتي بحران مقابله کولو او د صحت مسئلو حل لپاره په پورته كړو اقداماتو رڼا واچوله۔ ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې مونږ نه يوازې ??پل هېواد بلكې د ټولې منطقې خېرښګرې لپاره كار وكړو٬ د پاکستان موجوده حکومت اولسي مسئلې د حل كولو عزم سره مخ په وړاندې روان دے ٬ حکومت د صحت، تعليم، او معيشت په څانګو كښې اصلاحات پېل كړي چې مقصد يې اولس ته بهتر سهولتونه وركول دي ۔ دا غونډه د دې خبرې عكاس ده چې پاكستان په نړيواله ورورلۍ كښې يو فعاله كردار لوبولو له چمتو دے ٬ د اېس سي او سمټ دا واضحه كړه چې د پاکستان په عزم كښې هېڅ كمے نه دې راغلے٬ د غونډې د لارې پاكستان دا ثابت كړه چې ھغه په سيمه ايز او نړيواله كچه مرستې، پرمختګ او د امن ودې لپاره هڅې كوي ٬ د دې اقدامات د لارې پاکستان نه يوازې ?? اولس خېرښګرې لپاره كار كوي ??لكې د خپلو ګاٶنډيانو هېوادونو سره هم د زړه پورې اړيكو جوړولو هڅې كوي ٬ د مشرانو دا سمټ په منطقه كښې امن او سلامتيا، استحکام او د پرمختګ لارې هوارولو لپاره يو نوې سنګ ميل ثابت شوے٬ د پاکستان قيادت واضح كړې چې دا هېواد نه يوازې ?? خپل اولس خېرښګرې لپاره هڅې كوي ??لكې د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه د يو خوشحاله او خوندي سباون جوړولو لپاره هم عزم لري ٬ د دې عزم له مخې پاکستان نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د پرمختګ نوې منزل په لټولو كښې بوخت دے، چرته چې شريكه مرسته او د باور د لارې يو محفوظ، مستحکم او د پرمختګ كونكې منطقې خوب رښتيا شي٬ دا هر څه د پاکستان د کاميابۍ قيصۍ ته يو نوې اړخ وركوي ??و د سباٶن لپاره په زړه پورې توقعات راپېدا كوي۔
د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو غونډه: د پاكستان په سفارتي كچه كاميابي۔تجزيه
Game Chicken Honest Betting APP
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن