اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره پخواني صدر او د پيپلز پارټۍ شريك چيئرمېن آصف علي زرداري ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د هېواد په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې دواړو مشرانو په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كړے۔ په دې موقع د سېلاب ځپليو بحالۍ او د يخنۍ له مخې د مرستې د عمل جاج واخستلے شو او د بحالۍ عمل په لا ګړندي كولو اتفاق وشو۔ په دې موقع د معاشي بهترۍ٬ اولس ته د ريليف وركولو او د پرمختيائي عمل په چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې ده
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی