اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزیرِ اعظم انوار الحق كاكړ سره د هواوے پاكستان پلاوي د چیف ایګزیكټو افسر اتھان سن په مشرۍ كښې د شورو په ورځ ليدلي دي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د جاري بيان له مخې اتھان سن وزیرِاعظم خبر كړو چې هواوے پاكستان كښې د انفارمیشن ټیكنالوجی ایكو سسټم پرمختك او ودي په اړه كار كوي۔ په دې لړ كښې د پاكستان په بيلا بېلو پوهنتونونو كښې نزدې سل انفارمیشن ټیكنالوجی مركزونه جوړ شوې دي۔ وزیراعظم د هواوے په پاكستان كښې د انفارمیشن ټیكنالوجی ترویج په اړه اقدامات وستائل۔ ده هيله څرګنده كړه چې هواوے به د پاكستان ځوانانو او په خاص توګه لري پرتو سيمو كښې مېشته ميرمنو لپاره د انفارمیشن ټیكنالوجی تربیي په اړه د حكومت معاونت وكړي۔ ده ووئيل د هواوے په پاكستان كښې د آئی ټی په څانګه كښې د نورې سرمایه كارۍ به هر كلې كولې شي۔ وزیرِاعظم هواوے له په پاكستان كښې د موبائل فون سیټس جوړولو پلانټ لګولو هم ترغیب وركړو۔ ملاقات كښې د انفارمیشن ټیكنالوجی لنډمهاله وفاقی وزیر ډاكټر عمر سېف هم موجود وو۔
لنډمهاله وزیراعظم انوار الحق كاكړ سره د هواوے پاكستان پلاوي د چیف ایګزیكټو افسر په مشرۍ كښې وليدل
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil