اسلام آباد۔31جنوری(ا?? پی پی) د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ چیئرمین ن??ر عالم خان وئيلي دي د ترهګرۍ مخنيوي لپاره حكومت بايد خپله پالېسي په ډاګه كړي٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه دې ??ر تر زره راوبللې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پېښور په پېښه خپل بحث كښې ده ووئيل زه د پېښور يم٬ زمونږ د 100 نه زيات كسان شهيدان شوي۔ دا يواځې 100 كسان ن?? دي هغوي سره د هغوي كورنۍ هم دي٬ دا ترهګري څوك كوي٬ د دې مسؤلين څوك دي۔ ده ووئيل زه تېره ورځ په پېښور كښې ووم ٬ د سركاي ګاډي باوجود زه په رېډ زون كښې اودرولے شوم٬ ما نه شناختي كارډ وغوښتلے شو ٬ ده ووئيل ما داسې محسوس كړه لكه زه د لاندې ??رجې وګړے يم۔ ده ووئيل مونږ پاكستان سره مينه لرؤ ?? حكومت له به خپله پالېسي په ډاګه كول وي٬ دې ??يوان ته بايد بريفنګ وركړے شي۔۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پوليس تنخاګانې كمې دي ٬ د پوليس شهيدانو كورنيو ته يواځې 10 لكه روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ مخنيوي لپاره حكومت بايد خپله پالېسي په ډاګه كړي٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه دې ??ر تر زره راوبللې شي۔
د ترهګرۍ مخنيوي لپاره حكومت بايد خپله پالېسي په ډاګه كړي٬ د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه دې زر تر زره راوبللې شي ٬ نور عالم خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر